د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق خبر ورکړی، چې ترکیې له افغانستان سره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده. دغه صندوق پرون په یوه پیغام کې د دې مرستې له امله له ترکیې مننه کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق ویلي چې دا مرستې به د بنسټیزو خدمتونو د وړاندې کېدو کچه لوړه کړي او د راستنېدونکو او کورنیو بېځایه شویو اقتصادي او اقلیمي مقاومت به پیاوړې کړي. دغه صندوق تر دې وړاندې له افغانستان سره د لوګزامبورګ د ۲.۳ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی و. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم پرون له افغانستان سره د نږدې یو میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی و.




































