د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له کابل او اسلام اباده غوښتي چې هغو ۱۰ زرو کانټینرونو ته یواځې د یو ځل تګ اجازه ورکړي چې د لارو تړل کېدو له امله له شاوخوا ۱۰۰ ورځو راهیسې په بندرونو کې بند پاتې دي. د دغې خونې غړي وایي، د یادو کانټینرونو بیا صادرات به درانه مالي زیان واړوي او دا زیان ۷۵ میلیونو ډالرو ته رسیږي. له ۱۰۵ ورځو راهیسې د سوداګرۍ بندښت افغان صادرونکو ته ۲۳۳ میلیون ډالره او افغان واردونکو ته هم نږدې ۱۲۶ میلیونه ډالره زیان رسولی دی. د یادې خونې رییس خانجان الکوزی ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور له لوري د دغو توکو د خوشې کولو هڅې دوام لري خو اوس حکومتونه باید عمل وکړي او ستونزه حل کړي.




































