د راپورونو له مخې د اوکراین په جنوب ختیځ کې د روسیې د تېرې ورځې په دوو جلا بریدونو کې لږترلږه ۱۷ کسان وژل شوي او لږترلږه ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. د اوکرایني چارواکو په خبره په پاولوهراد سیمه کې یو ډرون د کارګرانو یوه بس ته نژدې ولګېد چې له کبله یې ۱۵ کان کیندونکي ووژل شول، او دوه تنه نور هم د سیمې په مرکز دنیپرو ښار کې پر یوه شخصي کور د بل برید په نتیجه کې ووژل شول. په همدې حال کې چارواکو وویل چې په زاپوریژیا ښار کې پریو زېږنتون د روسیې په برید کې ۶ تنه ټپیان شوي او هم روغتون ودانۍ زیانمنه شوې ده. دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې ټاکل شوې د کییف او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو یو نوی پړاو دا اونۍ پیل شي.



































