د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبر ورکړی، چې له سخت ژمي سره هممهاله، په بغلان ولایت کې له ۱۲ زره او ۹۰۰ کورنیو سره خپلو خوراکي مرستو ته دوام ورکوي. د خوړو نړیوال پروګرام په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې واورې او سړې هوا مرستو ته د کورنیو لاسرسی محدود کړی دی. یاد پروګرام ټینګار کړی چې بغلان دا مهال د کال تر ټولو سخت موسم تجربه کوي. د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي وو چې افغانستان د نړۍپه کچه د لوږې له تر ټولو سخت ناورين سره مخ دی او له هر و درېیو کسانو یو تن بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.




































