د پاکستان د پنجاب ایالت په لودهران ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور تنه مړه شوي او ۲۸ نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په منډهالي موړ سیمه کې شوې ده. د چارواکو په خبره د یادې پېښې ټپيان نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، چې د ځینو یې روغتیايي حالت نازک دی.



































