د کندهار ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د څه باندې ۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سربند جوړولو او د ۴۶ کیلو متره کانال د پاکولو چارې پيل شوې دي. سرچینې ویلي، چې د یاد سربند په جوړېدو سره به سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او له زیانونو خوندي شي. دغه راز د هرات په انجیل ولسوالۍ کې هم د څه باندې پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه جوړېږي چې ۲۵۶ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.




































