د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د دغه ولایت په بنګي، ورسج، ینګي کلا او چال ولسوالیو کې د سبو د تولید او د کاري زمینو د برابرولو لپاره ۵۵ نوې شنې خونې جوړې شوې چې د بزګرانو اقتصادي بیاوړتیا کې به مرسته وکړي. یاد ریاست ویلي، چې یادې شنې خونې د بزګرانو لپاره د سبو د زیات تولید، د کاري زمینې برابرولو او د اقتصادي پیاوړتیا په موخه جوړې شوې دي. چارواکي وايي، دغه نوښت به بزګرانو ته د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي فرصت برابر کړي او په سیمه کې به د کرنې په برخه کې مثبتې پایلې ولري.




































