د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې روان کال په دغه ولایت کې د ریحان، د لوګر سنځلي، د خوست مرویزه، بامیان خارکاناډايي او د میدان وردګو شین شوبي ۷۹ ټنه شات پلورل شوي دي. دغه ریاست ویلي، چې په همدې کال کې په کندهار کې ۵۶ ټنه شات تولید شوي دي. د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، چې په دغه ولایت کې د شاتو فارمونه ورځ تر بلې زیاتېږي. ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد په کچه د شاتو مچیو د روزنې او د شاتو د تولید لپاره تر ۳۰زره ډېر فارمونه جوړ شوي.




































