د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس ویلي، چې د سالنګ لویه لار د واورې ورېدو، توپان، د لید ساحې محدودیت له امله پرون مازدیګره راهیسې د ټولو وسایطو پرمخ تړل شوې ده. نوموړی وايي، د سالنګونو د حفظ اومراقبت ریاست کارکوونکي د دواړو لوریو وسایطو د تخلیې په حال کې دي، او د شرایطو په برابرېدو سره به د واورې پاکولو عملیات پیل شي. د سالنګ لویه لار د افغانستان له مهو لارو څخه ده چې د شمال نهه ولایتونه له مرکز او جنوب سره نښلوي.




































