د سوریې دیموکراتیک ځواکونه وايي، په دغه هېواد کې د اسلامي دولت یا داعش له ماتې وروسته د دغې ډلې پنځه کلن واک پای ته رسېدلی دی. د سوریې دیموکراتیک ځواک سرتېرو د سوریې په باغوز کلي کې د بریا بیرغونه ټومبلي چې د داعش ډلې وروستی کلک مرکز بلل کېده. د خپل اوج پر مهال داعش ډلې د سوریې او عراق نژدې ۸۸ زره کیلومتره مربع خاوره کنټرولوله. سوریې دیموکراتیک ځواکونو چې کردي ځواکونه یې مخکښ دي، د مارچ په لومړیو کې ختیځه سوریه کې باغوز کلی محاصره کړ، چې د داعش ډلې پاتې وسله وال پکې یو ځای شوي وو. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو لوړپوړي جنرال مظلوم کوباني پر داعش ډلې د خپلې بریا تایید تر څنګ وايي، دوی به د دغې ډلې پر ضد عملیاتو او د پټ شویو وسله والو لټون ته ادامه ورکړي.





































