د کرنې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په پکتیا ولایت کې یې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو لپاره د نغدي مرستو او غنمو د وېش لړۍ پیل کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پروګرام له مخې، ۱۲۰۰هغو کډوالو ته چې په جبري ډول له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي، ټولټال ۶میلیونه افغانۍ نغدي مرسته او ۳۰۰ټنه غنم وېشل کېږي. سرچینې ویلي، چې د کډوالو ډیری کورنۍ د خوراک، سرپناه او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي، او د دې مرستو موخه د دوی د ژوندي پاتې کېدو او ورځنیو اړتیاوو پوره کول دي.



































