د لغمان ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د هغو ۹ ښوونځیو ودانۍ بیا ورغول شوې، چې د موسمي بارانونو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې. د لغمان د پوهنې ریاست د نشراتو مسؤول محبالرحمن مالیار رسنیو ته ویلي، چې یاد ښوونځي د «کوار» مؤسسې په مالي ملاتړ د یوه کال په موده کې په اساسي او معیاري ډول رغول شوي، چې ټولیز لګښت یې ۱۹ میلیونه، ۳۷۸ زره افغانۍ دی.



































