په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت خبر ورکړی، چې د ابوظبي ملي هوايي شرکت «اتحاد» به د مارچ په ۲۸مې نېټې کابل ته خپلې الوتنې پيل کړي. د خبر له مخې دغه چاره به د افغانستان او اماراتو ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې لا پیاوړې کړي. په اماراتو کې افغان سفیر مولوي بدرالدین حقاني د اتحاد هوايي شرکت د سوداګریزو او پراختیايي چارو له پلاوي سره چې مشري یې راحیل صدیق کوله، ناسته کړې ده. سرچینې ویلي، چې د اتحاد شرکت چارواکو په دغه کتنه کې کابل ته د نوو الوتنو د مهالوېش، ترانسپورټي اسانتیاوو او د کابل او ابوظبي ترمنځ د هوايي تګراتګ په اړه معلومات وړاندې کړي دي.



































