د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې ویلي، چې روسیې په ابوظبي کې د امریکا لهخوا د( انرژۍ اوربند وړاندیز ) ته هېڅ مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې لا یې هم بریدونه زیات کړي دي. زیلینسکي زیاته کړې، چې د انرژۍ د سکټور د اوربند په اړه یې تراوسه له مسکو څخه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. نوموړي ویلي، چې د روسیې دا اقدام په ډاګه کوي چې پوتین دمګړی د انرژۍ د هغه اوربند لپاره چمتو نه دی چې په ابوظبي کې د امریکا لهخوا وړاندیز شو.



































