د بامیانو د ګرځندوی امر، سید احمد ضیا کاظمي ویلي، چې د روان لمریز کال له پیله تر دې مهاله له ۵۱۷ زره څخه زیات کورني او بهرني سېلانیان دغه ولایت ته ورغلي، چې د تېر کال پرتله دوه نیم برابره زیاتوالی ښيي. نوموړی وايي، د ګرځندوی د ودې هڅې روانې دي، خو د لارو خرابوالی، د لارښود نشتوالی او د اسانتیاوو کمښت لا هم د سېلانیانو پر وړاندې جدي ستونزې دي. د دغه ولایت د تاریخي او تفریحي سیمو پر لور د غځېدلو لارو خرابوالی، د لارښود نشتوالی او د اړینو اسانتیاوو کمښت د سېلانیانو پر وړاندې له جدي ستونزو بلل کیږي.



































