د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له العربیه ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسراییل هر ډول احتمالي برید به ناوړه پایلې ولري. سرګي لاوروف زیاته کړې، چې پر اټومي تاسیساتو برید خورا خطرناک دی او ټینګار یې کړی چې پر ایران برید به دغه هېواد اړ کړي چې د اټومي موادو د ساتنې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. دروسيې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرکندونې داسې مهال کړې، چې یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې که تهران په اټومي مذاکراتو کې د واشنګټن غوښتنې ونهمنلې، ټرمپ چمتو دی چې ډېر ژر پر ایران پراخ پوځي برید وکړي.



































