د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه موټر په وسلهوال برید کې د یوه پاکستاني افسر په ګډون ۴ پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي. وسلهوالو کسانو تر بریده وروسته د پولیسو موټر سوځولی دی. د کوهاټ امنیتي چارواکو ویلي، چې دغه پېښه د شکردرې پر سړک شوې ده. امنیتي مسوولینو زیاته کړې، چې وسلهوال تر برید او د موټر تر سوځولو وروسته له سیمې تښتېدلي دي. د دوی په وینا؛ په سیمه کې د وسلهوالو پر وړاندې چاڼیز عملیات پيل شوي دي. د دغه برید مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه نه دی اخسیتی.



































