د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات آصف کهوسه وايي، د پرویز مشرف پر ضد دوسیه ثبت شوې ده او هغه به ارو مرو محاکمه کېږي. ددغه پخواني دیکتاتور ولسمشر پر ضد د نواز شریف د واکمنۍ پر مهال دوسیه ثبت شوې ده خو تر ننه پورې له پاکستان په تېښته دی. مشرف دمګړی په دوبۍ کې دی او وایي ځکه محاکمې ته نه حاضرېږي چې روغتیایي وضعیت یې ښه نه دی. خو د پاکستان سترې محکمې ویلي، چې پرویز مشرف باید محاکمه شي او ملت ته د هغو تورونو ځواب ووايي چې دی ورباندې تورن دی.





































