د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) راپور ورکړی، چې ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۲۰.۸ میلیونه کسانو روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي دي. یونیسف ویلي، چې د اوبلن نس ناستې تر ۲ میلیونو د ډېرو پېښو درملنه شوې ده. د یونیسف په خبره څه باندې یو میلیون ښځو ته له زېږون مخکې پاملرنې خدمتونه وړاندې شوي دي. دغه راز، دغه بنسټ زیاته کړې چې ۲۷۰ زره کسان د کووېډ-۱۹ پر وړاندې واکسین شوي دي. د ملګرو ملتونو د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې تر ۳ میلیونو ډېر ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.



































