د راپورونو له مخې خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د روژې میاشتې له پیل راهیسې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي. سرچینې ویلي، چې یوازې د روژې په لومړۍ اوونۍ کې د پولیسو، اېفسي او نورو امنیتي ځواکونو له ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي. خیبرپښتونخوا په ځانګړي ډول سویلي ولسوالۍ په وروستیو میاشتو کې د ناامنۍ له زیاتوالي سره مخ دي او د وسلهوالو د بریدونو اصلي موخې ګرځېدلې دي. راپورونه ښيي، چې د یاد ایالت په سویلي ولسوالیو کې پرلهپسې بریدونو ۱۳ پولیس وژلي او ۱۰ نور یې ټپیان کړي دي.



































