د سمنګان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ رغنیزو او پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح رسنیو ته ویلي، چې د یادو پروژو چارې د ناروې هېواد په مالي ملاټړ او د اکتید موسسې په تخنیکي همکارۍ د ۹ میلیونه ۷۰۱ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو، سړک جوړونې او طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي په برخو کې پلې شوې دي.



































