دفاع وزارت اعلان کړی، چې افغان ځواکونو د پاکستاني ملیشو پر وړاندې د ځوابي عملیاتو لړۍ پیل کړې ده. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه عملیات د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې روان دي. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دا عملیات د وروستیو پېښو په غبرګون کې پیل شوي او موخه یې د سرحدي سیمو د امنیت ټینګښت او د هر ډول ګواښ مخنیوی دی. بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان د پوځي حلقې د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو پر مرکزونو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شوي دي.



































