د ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پوځي رژیم پر پوستو د افغان ځواکونو د غچ اخیستنې عملیات د شپې په ۱۲ بجو د لوی درستیز په امر پای ته ورسېدل. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې د پوځي رژيم ۵۵ پوځیان وژل شوي، د ځينو جسدونه او سلګونه میله سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي او دغه راز یو شمېر پوځیان ژوندي هم نیول شوي دي. د مالوماتو له مخې د عملیاتو پرمهال، پوځي رژیم دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې هم د افغان ځواکونو له لوري نیول شوې دي. په خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې اته افغان سرتیري شهیدان او ۱۱ نور ټپيان شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په تورخم کې د راستنېدونکو پر لنډمهالي پنډغالي بیا د پوځي رژیم په هوايي برید کې ۱۳ تنه ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي. ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې دغه عملیات یې پر افغان خاوره د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د وروستیو هوايي بریدونو په ځواب کې کړي دي.



































