د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید له ډیپلوماټیکې لارې داسې هوکړه وشي چې په خبره یې، د دواړو هېوادونو خاوره د یوه او بل پر وړاندې ونه کارول شي. خلیلزاد د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د افغانستان غچ اخیستونکو عملیاتو ته په اشارې ویلي، دا باید ودریږي، ځکه په خبره یې، دواړو خواو ته بې ګناه خلک وژل کیږي. نوموړي زیاته کړې، چې د کابل او اسلاماباد هوکړه باید د ترکیې په څېر، د یوه درېیمګړي هېواد له لوري وڅارل شي.


































