ملي دفاع وزارت د روسیې هغه ادعا رد کړې چې ګواکي د داعش ډلې غړي له سوریې څخه افغانستان ته انتقالېږي. د ملي دفاع وزارت ویاند له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ځينې هېوادونه په تېره بیا روسیه ادعا کوي چې د داعش جنګیالي له سوریې څخه افغانستان ته لېږدول کېږي، چې دا ډول ادعاوې حقیقت نه لري. د ده په خبره که کوم هېواد په دې اړه شواهد لري، نو نړیوالو بنسټونو او یا هم افغان حکومت ته دې هغه وسپاري. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف د ملګرو ملتونو په ۷۳مه عمومي غونډه کې تر ګډون وروسته خبریالانو ته ویلي، چې ځینې هېوادونه کوښښ کوي د داعش غړي له سوریې نورو هېوادونو په تېره بیا افغانستان ته ولېږدوي. د ده په وینا روسیه د دې کار اجازه نه ورکوي، ځکه ترهګر باید محاکمه شي او یا هم ووژل شي. ملي دفاع وزارت بیا دغه ادعا په کلکه رد کړه او وايي چې افغانستان ته د داعش ډلې د غړو لېږدولو ادعا ناسمه ده او افغان حکومت د دغه ډلې پر وړاندې جدي او هر اړخیزې مبارزې ته ژمن دی.




































