د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په پکتیکا کې د اوبو رسولو پنځو شبکو د جوړولو چارو د پيل خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیکا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په شکین او ګومل ولسوالیو کې د څه باندې ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت؛ د اوبو رسولو پنځه شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. د یادو شبکو په بشپړېدو سره به سلګونه کورنۍ د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.



































