د راپورونو له مخې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو وروسته او په سیمه کې د جګړې له پراخیدو سره هممهاله د تیلو بیه لس سلنه زیاته شوې ده. پرون د برینټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه شاوخوا اتیا ډالرو ته پورته شوې ده. رویټرز په خپاره کړي راپور کې د کارپوهانو د اټکل له مخې ویلي، چې په منځني ختيځ کې ښایي د روانې جګړې له امله د یوه بیرل تیلو بیه ترسل ډالرو پورې لوړه شي. د راپورله مخې په داسې حال کې چې پوځي بریدونه په خپله د تیلو د بیو د زیاتوالي سبب شوي، د هرمز تنګي بندول یې یو مهم فاکتوربلل کیږي. د نړۍ څه باندې شل سلنه تیل د هرمز تنګي له لارې لیږدول کیږي. یوشمیرسرچینو ویلي، وروسته له هغې چې تهران کشتیو ته خبرداری ورکړچې له هرمز تنګي څخه دې له تیریدو ډډه وکړي، د اومه او نورو تیلو او اوبلن ګازو لیږدونکو کشتیو خپل فعالیتونه درولي دي.




































