د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو لهخوا د افغان ملکي وګړو د مرګ او ژوبلې په اړه خپاره شوي راپور ته په اشارې سره ویلي، چې د پاکستان خلک د واکمنو بنسټونو له هغو پالیسیو ملاتړ نهکوي، چې په کې افغان ملکي وګړي په نښه کیږي. خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې؛ هغه باور لري، چې د پاکستان د خلکو او د حکومتدارۍ د جوړښت ترمنځ واټن مخ پر پراخېدا دی.



































