د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله اصفي ويلي، چې د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی دی. اصفي که څه هم د دغه زیاتوالي کچه او یا یې له کبله ترلاسه کېدونکې مالي ګټه نه ده ښودلې خو ویلي یې دي، چې د ایران د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر زیات شوی. د فلایټ راډار ۲۴ وېبپاڼې ویلي، چې پر ایران د امریکا او اسرایيلو له بریدونو وروسته الوتکې د ایران له فضايي حریمه په څنګ تېرېږي او د افغانستان پر فضا د الوتنو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده.



































