د پاکستان حکومت د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د تېلو په بیو کې زیاتوالی اعلان کړی دی. د نوي اعلان له مخې په پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو په هر لیټر کې څه باندې ۵۵ کلدارې زیاتوالی راغلی، چې ورسره د پټرولو بیه ۳۲۱.۱۷ او د ډیزلو بیه ۳۳۵.۸۶ کلدارو ته رسېدلې ده. پاکستاني چارواکو ویلي چې دا پرېکړه د نړۍوالو حالاتو او د تېلو د بیو د لوړېدو له امله شوې او ژمنه یې کړې چې د وضعیت له ښه کېدو سره به بیې بېرته راکمې شي.




































