د هند د بهرنیو چاروز وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په منځني ختیځ او د خلیج په سیمه کې د روان امنیتي کړکېچ له امله یې په تېره یوه اوونۍ کې له ۵۲زرو څخه ډېر هندي وګړي په خوندي ډول خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د خبرپاڼې له مخې د هوايي حریم له نسبي پرانېستل کېدو سره یې د خپلو هغو وګړو اېستل ګړندي کړي، چې په ټرانزیټ یا لنډمهاله سفرونو خلیج هېوادونه ته په سفر تللي وو. د یاد وزارت په خبره د مارچ له لومړۍ نېټې څخه تر اوومې پورې هندي او بهرنیو هوايي شرکتونو د ځانګړو او سوداګریزو الوتنو له لارې له ۵۲زرو څخه ډېر کسان هند ته لېږدولي او دا لړۍ لا هم دوام لري.



































