د کوچني اختر په مناسبت، د میدان وردګو ولایت له مرکزي زندانه ۷۲ بندیان خوشې او د ۴۳ نورو د بند موده کمه شوې ده. سرچینې ویلي، چې دغه اقدام د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د مشرتابه د ځانګړي حکم او پېرزوینې پر بنسټ ترسره شوی دی. په همدې حال کې، له بنده خوشې شویو کسانو ډاډ یې ورکړی، چې له دې وروسته به د هېواد د خدمت او د قانون مراعاتولو ته ژمن پاتې شي.




































