د قطر لومړي وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني، د منځني ختیځ د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتي چې د کړکېچ د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. نوموړي په یوه مرکه کې ویلي چې قطر له ایران سره خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو او خبرو ته دوام ورکوي، څو د کړکېچ د کمېدو لپاره حللار وموندل شي. هغه زیاته کړې چې وروستیو پېښو له ایران سره د باور په اړیکو کې ټکان رامنځته کړی، خو قطر لا هم د یوه ډیپلوماتیک حل ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې د خلیج هېوادونو پر وړاندې هر ډول بریدونه باید ودرول شي.




































