د بلخ امنیتي مسوولینو ویلي، چې د مزار شریف- شبرغان پر لویه لاره په چهاربولک ولسوالۍ کې د درېیو موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. د بلخ امنیې قومندانۍ ویلي، یاده ترافیکي پېښه پرون د ونز، پاسو او کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې پکې، دوه موټر چلوونکي او یو ماشوم مړه شوي او څلور نور ټپیان دي. یاده پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.




































