د قزاقستان یوه پوځي چورلکه د روزنیزي الوتنې پر مهال را نسکوره شوې او ۱۳ سپاره سرتېري پکې وژل شوي دي. دا چورلکه د کسپین سمندرګي له نږدې سیمو پرون والوته او د یاد هېواد په جنوب کې د ژاله ګش په سیمه کې غورځېدلې ده. ددې پېښې لامل تر اوسه لا څرګند نه دی. د قزاقستان د موقت حکومت مشر قاسم جومارت توقایف پر خپل ټویټر ددې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په یاده چورلکه کې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره په غم شریک دی. هغه ددې پېښې د رڼو او پر وخت څېړنو امر کړی دی.





































