د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د دې پروژې د مسیر د ځمکو د استملاک د بهیر د چټکتیا او د بیو د عادلانه ټاکلو په اړه خبرې کړې دي. د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د پلي کېدو پر بهیر هم بحث شوی او د ځمکو د استملاک د چارو د چټکتیا غوښتنه شوې ده. عمري ویلي، د هېواد د نافذه قوانینو له مخې به د استملاک کېدونکو ځمکو لپاره عادلانه بیې وټاکل شي څو د پروژې چارې پر وخت پر مخ ولاړې شي.




































