د اسراییلو هوايي ځواک په سوریه کې د ایران پر نظامي تاسیساتو هوایي بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې نن سهار وختي اسرايلي هوایي ځواکونو د سوریې په حلب ښار کې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د سپاه پاسداران وسلې او کسان پکې ځای پر ځای شوي وو. د سوریې پوځ هم دغه برید تایید کړی دی خو وایي دوی توانېدلي چې د اسراییلو څو توغندي شنډ کړي. بل پلو په سوریه کې مېشتې رسنۍ او خبریالان وایي چې اسراییلي ځواکونو پر ایراني پوځیانو او ددوی په تسلیحاتي مرکزونو بریدونه کړي دي او درانه تلفات یې اړولي دي. ایراني چارواکو ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.





































