اسوشټېډ پرېس داسې مسودې ته لاسرسی پیدا کړی، چې د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته لېږل شوې ده. په دغه مسوده کې د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر باید د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړل شي. امریکا وایي، هغه په هند کې د پر پوځیانو د برید مسوولیت منلی دی او په ګڼو نورو ترهګریزو پېښو کې ښکېل دی. امریکا وايي نه یوازې دا چې مسعود اظهر نوم په تور لېست کې شامل کړل شي، بلکې د هغه شتمنۍ دې کنګل شي او پر سفرونو یې دې بندیز ولګول شي. امریکا تر دې وړاندې جیش محمد ډله له طالبانو او القاعدې سره د همکارۍ له امله د ترهګرو ډلو په تور لېست کې شامله کړې وه.





































