د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نیت نه لري امریکایي ځواکونه ایران ته ولیږي. هغه دا خبره په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظمې سره د کتنې پر مهال، له خبریالانو سره د ایران د جګړې په اړه د خبرو پر مهال کړې ده. ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به ایران ته پوځیان ولېږي، وویل: “نه، زه پوځیان هېڅ ځای ته نه لېږم. که مې غوښتل چې دا کار وکړم، تاسو ته مې نه ویل.” تر دې څو ساعته وړاندې، د رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې د ډونالډ ټرمپ اداره منځني ځتیځ ته د زرګونو پوځیانو د لېږلو او د ایران پر ضد د عملیاتو د پراخولو په اړه غور کوي.




































