د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل کړی. یادې ادارې ویلي، چې نن او سبا په هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، غور، هلمند، کندهار، زابل، اروزګان، دایکندي، فاریاب، جوزجان، بلخ، سمنګان، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، پروان، بغلان، ننګرهار، نورستان، تخار، بدخشان او سالنګ کې د واورې او بارانونو ورېدو احتمال شته. د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت لیکلي دي چې په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ څخه تر ۳۵ ملی مترو پورې ده او د واورې اندازه د ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.




































