د ترکیې ولسمشر رجبت طیب اردوغان ویلي، چې دغه هېواد به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. اردوغان، د کابل او اسلاماباد ترمنځ اوسني اوربند ته په اشارې، هیله څرګنده کړې چې دا اوربند دایمي شي. ورته مهال د ایران نوي مذهبي مشر مجتبی خامنهيي د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د اړیکو پر ښهوالي ټینګار کړی. نوموړي ویلي، تهران خپلو ختیځو ګاونډیانو ته ځانګړې پاملرنه لري او زیاته کړې یې ده چې دی د لازمو اقداماتو ترسره کولو ته چمتو دی څو د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ښې شي.




































