ولسمشر غني وايي، له ترکمنستان سره دې هوکړې ته رسېدلی چې د نفتي مواد په بدل کې به دغه هېواد ته مرمر صادروي. غني په کابل کې د جلغوریو د پروسس او بسته بندۍ او د اوسپنو ویلي کېدو د فابریکو په پرانېست غونډه کې وويل، افغانستان به د صنعتي توکو د وارېدونکي هېوادونو نه د صنعتي موادو په صادرونکي هېواد بدل کړي. نوموړي وویل چې افغانستان د دویمې درجې توکو د وارداتو ځای نه دی او له دې وروسته به ضبط شي. نوموړي زیاته کړه چې افغاني محصولاتو ته ښه بازرا موندنه شوې ده چې له هغې جملې د متحده عربي اماراتو او اذربایجان بازارونه دي. غني وویل، نور نه غواړي چې د بامیانو کچالو پاکستان ته صادر شي چې پرځای به یې اذربایجان ته ولېږل شي.