د ایران د بهرنیو چارو وزارت؛ د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نه دي شوې. ډونالډ ټرمپ څو ساعته مخکې وویل چې له ایران سره د منځني ختیځ د جګړې لپاره د «یو بشپړ او وروستي حل» په اړه «ډېرې ښې او رغنده خبرې» شوې دي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې «د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې د انرژۍ د بیو د راټیټولو او د هغه د پوځي پلانونو د عملي کولو لپاره د وخت د ترلاسه کولو په موخه دي. وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر وویل چې د ایران پر برېښناکوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول برید یې پنځه ورځې ځنډولی، د تېلو بیې په څرګند ډول راولوېدلې او مالي بازارونو د ونډو د ارزښت زیاتوالی تجربه کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د سیمې له خوا د تاوتریخوالي د کمولو لپاره ځینې غوښتنې له دوی څخه شوې دي او د ایران ځواب ټولو ته روښانه دی؛ جګړه ایران نه ده پیل کړې او د سیمې غوښتنې ټولې امریکا ته راجع دي.




































