د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې په ایران کې جګړه په جدي توګه پر هغو افغان کورنیو اغېزکړی چې ژوند یې د ورځني کار پورې تړلی دی. د یادې ادارې د افغانستان څانګې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا حالت کولی شي دغه کډوال مجبور کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بیا ادغام ظرفیت ډیر کمزوری دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) د شمېرو له مخې، د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د بریدونو له پیل وروسته، د مارچ میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې له ۷۰ زرو څخه زیات افغانان له ایران څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.




































