د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا او اسرائیل وروستي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي. د ټاس خبري اژانس د راپورونو له مخې، لاوروف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې دا بریدونه «نه منونکي» بللي دي. هغه ټینګار کړی چې د بوشهر پر اټومي بټۍ برید مسکو ته په ځانګړې توګه د منلو وړ نه دی. لاوروف خبرداری ورکړی چې د دغسې تاسیساتو په نښه کول نه یوازې روسي کارکوونکي له خطر سره مخ کوي، بلکې د چاپېریال لپاره هم جدي زیانونه لرلای شي او د سیمې امنیت ته لوی ګواښ پېښولی شي.




































