د بښنې نړیوالې ټولنې د پاکستان د سند په صوبې کې د استخباراتي ادارو له لوري د ځینو کسانو د لادرکه کېدو مسله د دغه هېواد د بشري حقونو پر لمن داغ بللی دی او له حکومت نه یې غوښتي دي چې د دغو کسانو په اړه دې د کورنۍ غړو ته معلومات ورکړل شي. د پاکستان حکومت ویلي دي چې د خلکو له کورونو د لادرکه کېدو د مخنیوې لپاره اقدامات کوي. د پاکستان د بلوچستان، خیبرپښتونخوا او د سند صوبې خلک وايي چې لا هم دوی له خپلو کورونو نه وړل کیږي او د کورنۍ غړیو ته یې په اړه هیڅ ډول معلومات نه ورکول کېږي. د پاکستان صدراعظم عمران خان په زوره د خلکو د کورونو نه لادکه کول غیر قانوني عمل بللی دی. د چارو کارپوهان وایي چې دا مسله جدي حل ته اړتیا لري.