د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د حکومت ځانګړې ادارې سیګار په یو نوي راپور کې ویلي، چې افغان حکومت د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو له مالي مرستې پرته ښايي دوام ونه کړي. راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د دوامدارې سولې د ټینګښت بیه به هومره زیاته وي چې لګښت یې یوازې نړیوال مرستندویان ورکولای شي. د سیګار مشر جان سوپکو پرون په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د دې راپور جزیات له خبریالانو سرهشریک کړل. په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې که شااوخوا ۶۰ زره وسله وال طالبان په سوله ییز ډول په ټولنه کې مدغم نه شي، د سولې هر راز موافقه به له ګواښ سره مخامخ شي. سوپکو ویلي چې د افغانستان د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو په برخو کې په تېرو څو کلونو کې هېڅ کار نه دی شوی. سیګار په خپل نوي راپور کې هغه خطرونه رابرسېره کړي چې د امریکايي چارواکو او طالبانو د خبرو د بریا او د سولې له ټینګښت وروسته ښايي افغانستان ورسره مخامخ شي. د سیګار راپور زیاتوي چې د سولې د خبرو له بریا وروسته ښايي ۳۰۰ زره کسیز افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هغه صورت کې چې معاشونه یې ور ونه رسېږي، د افغانستان ثبات له یو جدي ګواښ سره مخامخ کړي.