رویترز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پنتاګون په پام کې لري د امریکا د پوځ د ۸۲مې هوايي قطعې څخه زرګونه ځانګړي ځواکونه منځني ختیځ ته واستوي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، هممهاله له تهران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې د امکان خبره کړې ده.




































