د راپورونو له مخې پاکستاني پولیسو د کوچني اختر په درې ورځو کې سلګونه افغان کډوال نیولي او په جبري توګه یې هېواد ته ستانه کړي دي. سرچینو ویلي، چې په نیول شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري هم شامل دي، چې له سخت چلند او بد وضعیت سره مخ شوي. راستانه شوي کډوال وایي، پولیسو دوی وهلي او زیاتوي چې د کمپونو شرایط ډیر خراب دي او لومړني خدمات هم نه لري. بلخوا د کندهار د کډوالو ریاست وایي، د اختر په درې ورځو کې د سپین بولدک له لارې ۲۲۰ کډوال او ۳۹۸ زندانیان هېواد ته سپارل شوي، چې د تېر په پرتله زیاتوالی ښيي.




































