د رويټرز او ايسوپ ګروپ د يوې نظرپوښتنې پایله خپره کړې، چې له مخې يې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ اوسنۍ کچه د تېرې اونۍ له ۴۰ سلنې څخه ۳۶ سلنې ته ښکته شوې او دا سپينې ماڼۍ ته د ده له بیا راتګ راهیسې تر ټولو ټيټه کچه ده. د رويټرز او ايسوپ ګروپ دغه څلور ورځنۍ نظرپوښتنه پرون د سې شنبې په ورځ پای ته رسېدلې ده. رویټرز په خپل راپور کې د ټرمپ د ملاتړ کچې د ټيټېدو عمده لامل د سون تېلو د بيو تېزې لوړتيا او پر ايران له پوځي عملياتو څخه د خلکو ناخوښۍ ته اشاره کړې ده.




































